د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان د بهرنيو چارو وزير هېکو ماس د اګست په ۲۱مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې اروپا بايد له امريکا سره د مقابلې ځواک جوړ کړي، او له اروپا څخه يې غوښتي چې د څو اړخيزې غوښتنې ساتونکی ليګ جوړ کړي.
د ماس ياد مقاله د اګست په ۲۱مه نېټه د المان د سوداګرۍ ورځپاڼې په ويبپاڼه کې خپره شوه. په دې مقالې کې ماس ويلي، چې له زياتو کلونو راهيسې د اروپا او امريکا ترمنځ ارتباط لرې پاتې شوی، او د دواړو خواوو ترمنځ ګډ ارزښت او ګټې د کمېدو په حال کې دي. اوس د اروپا او امريکا ترمنځ د اړيکو د بيا ارزونې وخت رارسيدلی دی.
په دغې مقالې کې ماس ويلي، چې د اروپا او امريکا ترمنځ ملګرتيا بايد دوه اړخيزه او برابره وي، که امريکا له سرې کرښې څخه پښه اړوي، اروپايې بايد پر وړاندې مقابله وکړي. خو المان دغه دنده په يوازې سر نه شي تر سره کولی، که نور اروپايي هېوادونه يو له بل سره نژدې همکارۍ وکړي، نو بې له شکه له امريکا سره مقابله کولی شي. په دې ليکنې کې نوموړی زياتوي چې المان به د څو اړخيزې غوښتنې ليګ جوړ کړي او غړي هېوادونه به يې د مقرراتو مراعات وکړي او په عادلانه توګه به په سيالۍ کې ګډون وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |