CRI Online

چين: هيله ده چې په افغانستان کې بېلا بېلې خواوې به ژر تر ژره شخړه بنده کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-22 18:39:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اګست په ۲۲ مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين ريښتينې هيله لري چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او ثبات رامنځته شي، هيله ده چې د افغانستان بېلا بېلې خواوې به په يو لوري ګامونه پورته کړي، ژر تر ژره به شخړه بنده شي او سوله ييزې خبرې اترې به ژر شروع شي.

د مالوماتو له مخې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان حکومت به د طالبانو لخوا د اوربندمنلو په شروا د لوی اختر په مناسبت د اګست له ۲۰ مې نېټې څخه له طالبانو سره د درې مياشتې اوربند وکړي.

لو کانګ پر دې اشاره کړه چې چين د افغانستان حکومت د دغې پريکړې ستاينه کوي چې يو ځل بيا يې په لنډ مهالي توګه له طالبانو سره اوربند اعلان کړ. چين په ريښتنې هيله لري چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او ثبات رامنځته شي،هيله ده چې د افغانستان بېلا بېلې خواوې به په يو لوري ګامونه پورته کړي، ژر تر ژره به شخړه بنده شي او سوله ييزې خبرې اترې به ژر شروع شي. چين تل د افغانستان له هغه سوله ييز بهير څخه ملاتړ کړی چې د افغانانو تر لارښوونې لاندې وي او د افغانانو لخوا اداره شي. چين به په مداومه توګه د دغه بهير د پياوړتيا لپاره رغنده رول ولوبوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای