CRI Online

د م م په عمومي مقر کې د پخواني سرمنشي کوفي عنان د تعزيت مراسم تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2018-08-23 10:35:46

د سين هوااژانس د خبر له مخې، په نيويارک کې د م م په عمومي مقر کې د پخواني سرمنشي کوفي عنان د تعزيت مراسم تر سره شول. په دغو مراسمو کې د م م سرمنشي انټونيو ګوټريسهم ګډون کړی و او د کوفي عنان د شخصيت او چارو په اړه يې يوه وينا وکړه.

ګوټريس وويل کوفي عنان د م م ارزښتناکې نظريې څرګندې کړی او د م م ټول کارکوونکي بايد د ده د همصينفيانو په توګه پرې وياړي. د کوفي عنان يوه ډېره مهمه ښيګڼه دا وه چې ده به له کمزورو کسانو سره مرسته کوله، پر خپل دريځ به يې ټينګار کاوه او ښه او ارامه رويه، ښه اخلاق، قوي هوښيارتيا او ځواک يې درلودل.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای