CRI Online

ايران وايي چې بريتانيا د امريکا پر ځای د اراک د درندو اوبو رياکتور د اصلاح کولو په پروژه کې ګډون کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-23 10:38:27

د ايران د دولتي ټلويزيون د خبر له مخې، د ايران د اټومي انرژۍ سازمان رئيس علی اکبر صالحي د اګست په ۲۲مه نېټه وويل چې بريتانيا د امريکا پر ځای د اراک د درندو اوبو رياکتور د اصلاح کولو په پروژه کې ګډون کړی دی.

نوموړي وويل چې امريکا په يوه اړخيزه توګه د ايران د ذروي مسئلې په هکله له هراړخيز تړون څخه وتلې ده، نو د اراک د درندو اوبو د رياکتور د اصلاح کولو په کارونو کې د امريکا پر غاړه د چارو برخه د بريتانيا لخوا پر ځای کيږي. هغه وويل چې د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا وتل په دغه هېواد کې د ذروي انرژۍ د سوله ايزې استفادې اړوند فعاليتونو ته هيڅ اغيزې نه ده رسولې او ايران په مداومه توګه په دې برخه کې څيړنيز پلانونه جوړوي او د ځينو تاسيساتو په ابادۍ بوخت دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای