CRI Online

پوتين وايي چې د امريکا لخوا پر روسيې نوي بنديزونه هيڅ اهميت نه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-08-23 10:56:57

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اګست په ۲۲مه نېټه وويل چې د امريکا لخوا پر روسيې نوي بنديزونه هيڅ اهميت نه لري.

د روسيې د کريملين ماڼې ويبپاڼې خبر ورکړ چې پوتين او د فنلنډ ولسمشر ساهلي نينيستو په همدې ورځ د روسيې په سوچي کې سره وليدل او له ليدنې وروسته يې يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. خبريال له پوتين څخه پوښتنه وکړه چې روسيه پر دغه هېواد د امريکا د نويو بنديزونو په هکله څه رويه لرئ. پوتين يې په ځواب کې وويل چې پر روسيې د امريکا نوي بنديزونه به معکوسه نتيجه تر لاسه کړي او هيڅ اهميت نه لري.

پوتين په عين وخت کې د جولای په ۱۶مه نېټه د فنلنډ په پلازمينه هلسينګي کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ملاقات په هکله د پيژندنې رويه وښوده او دا نظر يې څرګند کړ چې دغه ملاقات ګټور و. هغه وويل چې له ټرمپ سره د دوو ساعتو په ملاقات کې د ټولو مسئلو د حلولو هيله يې نه درلوده، خو د ځينو مسئلو په هکله يې له نوموړي سره د نظريو تبادلې وکړې. هغه وويل دغه مستقيمې خبرې اترې او د نظريو تبادلې تل ګټورې وي.

ژباړونکې:ډيوه

  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای