د سين هوااژانس د خبر له مخې، د اسرائيل د ملکي چارو ادارې د پلان لوړ پوړې کميټې د اګست په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ چې دغه هېواد پلان لري چې د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د يهوديانو د هستوګنځايونو په سيمه کې نور ۱۰۰۴ کورونه جوړ کړي.
د يهوديانو د هستوګنځايونو مسئله د فلسطين او اسرائيل تر منځ د خبرو اترو يو لوی خنډ دی. د اسرائيل د خبري رسنيو د خبر په قول د پلان له مخې په دغو کورونو کې نژدې څلور سوو کورونو د ابادۍ اجازې ترلاسه کړې او نور څه دپاسه شپږ سوه کورونه د پلانولو په پړاو کې دي. برسيره پر دې اسرائيل به په سل ګونو کورونه په بازار کې وپلوري. د روانې مياشتې په پيل کې د اسرائيلو حکومت د يهوديانو په هستوګنځايونو کې د څه دپاسه ۵۰۰ کورونو د پلورلو چارې منظور کړی دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |