CRI Online

د چين د تبليغاتو او ذهنيت جوړونې کاري غونډه ترسره شوه او شي جين پينګ پکې مهمه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-23 16:11:48

د چين د تبليغاتو او ذهنيت جوړونې کاري غونډه د روانې مياشتې له ۲۱ مې تر ۲۲ مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د يادې کمېټې د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې د خپلې وينا پر مهال پر دې ټينګار وکړ چې د نوي وضعيت پر وړاندې موږ بايد د تبليغاتو او ذهنيت جوړونې کارونه د نوې زمانې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د مفکورې او د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې له مخې ترسره کړو تر څو د کمونېست ګوند او دولتي چارو لپاره زيات خدمتونه ترسره شي.

شي جين پينګ وويل:

(( د تجربې له لارې مو د تبليغاتو او ذهنيت جوړونې د کارونه او قوانين ښه درک کړي او يو لړ نوې مفکورې او نوي نظرونه مو وړاندې کړي دي، يعنې د ذهنيت جوړونې په برخه کې بايد د کمونېست ګوند پر مشرۍ ټينګار وکړو،پر ټاکلو دندو دې ټينګار وکړو ،بايد د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم پر مفکورې ټينګار وکړو او خلکو ته دې د دې مفکورې زده کړه ورکړو،د سوسياليزم د ارزښت فکرونه دې عملي کړو، د کلتور له لحاظه دې پر خپلځان باور لوړ کړو،د رسنيو د اطلاعاتو او لارښوونې وړتياوې اواغېزې دې باوري کړو،د اطلاعاتو په بهير کې دې خلکو ته پاملرنه ورکړو، د انټرنيټ چاپيريال دې تنظيم کړو، د چين په اړه معلومات دې په ښه توګه بهرنيانو ته وړاندې کړو او د چين غږونه دې په ښه توګ خپاره کړو. دغه مهمې مفکورې د تبليغاتو او ذهنيت جوړونې د کارونو اصول دي او بايد پر همدغو ټکو ټينګار وکړو او ورته دې وده ورکړو.))

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم نوې زمانې ته داخل شوی، نو بايد په يووالي سره ذهنيت جوړونه او د قوتونو راغونډول د تبليغاتو او ذهنيت جوړنې د کارونو د مهمې برخې په توګه وټاکو. بايد د نيکمرغه ژوند په اړه د خلکو ارزو د خپلو هڅو موخه وګرځوو. بايد په فعاله توګه د چين د پرمختګ لاره او د چين ځانګړتياوې بهر ته معرفي کړو او د دې ترڅنګ د هېواد سياسي او کلتوري خوندېتوب دې هم وساتو. موږ بايد د انټرنيت له لارې د اطلاعاتو د خپرولو قانون درک کړو ، د انټرنيټ د ادارې وړتيا دې لوړه کړو څو د انټرنيټ په کاي ساحه کې نورو بېلابېلو چارو ته پرمختګ ورکړو.

شي جين پينګ د کمونېست ګوند له غړو څخه غوښتنه وکړه چې د هنرمندانو په مشرۍ دې د ګوند، دولت، خلکو او اتلانو د ستايلو په اړه غوره هنري اثار جوړ کړي.

همدارنګه نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د چين کلتوري اغېزې دې لوړې شي. د چين د کمونېست ګوند د حکومتولۍ ، د چينايانو د کوښښونو او د چين د سوله ييز پرمختګ او متقابلو ګټورو همکاريو په اړه معلومات دې په ښه توګه نړيوالو ته ورکړل شي څو نړۍ په ښه توګه چين وپېژني.

شي جين پينګ زياته کړه چې بايد د تبليغاتو او ذهنيت جوړونې د کارونو په برخه کې د کمونېست ګوند پر هراړخيزې مشرۍ او لارښوونې ټينګار وشي. ده وويل:

((د تبليغاتو او ذهنيت جوړونې اړوند مامورين دې په مداومه توګه د نويو پوهنو زده کړه وکړي، له نويو چارو سره دې اشنا شي، خپله ذهني پوهه دې لوړه کړي او خپله وړتيا دې پياوړې کړي، څو يوه قوي او پياوړې کاري ډله ولرو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای