CRI Online

د جاپان او امريکا مشران: له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په چارو کې به ټينګې همکارۍ وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-23 16:15:17

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د اګست د ۲۲مې نيټې په شپه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټليفونې خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په هکله د ټينګې همکارۍ په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړې.

له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د بالستيک توغنديو د له منځه وړلو لپاره د جاپان او امريکا مشرانو د څلويښتو دقيقو په ټليفونې خبرو اترو کې په اتفاق سره د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه غوښتنه وکړه چې د م م د امنيت شورا د بنديزونو پريکړه عملي کړي او مشخص فعاليتونه تر سره کړي. برسيره پر دې شينزو ابي له امريکا څخه غوښتنه کړې چې په ديموکراتيکې کوريا کې د جاپانيانو د تښتولو مسئلې حلولو لپاره ورسره مرسته وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای