CRI Online

سوريې د کيمياوي وسلو د بريد په اړه د امريکا، بريتانيا او فرانسې د ګډې اعلاميې غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-23 16:19:47

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د سوريې رسمي خبري رسنيو د اګست په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې سوريې د کيمياوي وسلو د بريد په اړه د امريکا، بريتانيا او فرانسي د ګډې اعلاميې سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې دغه اعلاميه له ترهګرو څخه د دوامدار ملاتړ په مانا ده.

د سوريې خبري اژانس د دغه هېواد د خارجه وزارت د يو چارواکي په قول ويلي چې د دې اعلاميې عمده هدفونه دا دي چې د مخالفينو لخوا د کيمياوي وسلو استفاده روا وګڼي، په سوريې کې د جنګ وخت اوږدوغځوي او د سوريې د حکومتي پوځ په برياليتوب سترګې پټې شي او د جلا کيدونکو ترهګريزو سازمانونو ملاتړ وشي. دغه چارواکي دا هم ويلي چې د سوريې حکومتي پوځ کيمياوي وسلې نه لري.

د خبر له مخې، د سوريې حکومت وايي چې د وايټ هيلميتس ترهګريز سازمان اوس له نورو ترهګريزو ډلو سره همغږي کوي او پلان لري چې د دغه هېواد په شمال لويديځ ادليب ولايت کې د کيمياوي وسلو بريد تر سره کړي او اوس هلته مخالفين د راغونډېدو په حال کې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای