CRI Online

امريکا له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې له ترهګرۍ سره مبارزه پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-24 09:50:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په همدې ورځ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په تلېفوني خبرو اترو کې له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد په قلمرو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواک پياوړی کړي. پاکستان د امريکا د يادې اعلاميې په مقابل کې اعتراض وکړ او و يې ويل چې دواړو خواوو په تلېفوني خبرو اترو کې په پاکستان کې د ترهګرو مسئلې په اړه هيڅ نه دي ويل شوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هېتير ناويرت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، وزير پومپيو له عمران خان سره په تلېفوني خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ چې له ترهګرو سره د مبارزې په موخه د غوڅو تدبيرونو نيول د پاکستان لپاره ډېر مهم دي. بر سيره پر دې پاکستان د افغانستان د سولې بهير په هڅولو کې کليدي رول لوبولی شي. نوموړي وويل، امريکا هيله لري چې د پاکستان له نوی حکومت سره همکاري وکړي او مثبتې دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي.

په همدې ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيسار په ټولنيزه رسنۍ کې د امريکا د يادې اعلاميې په اړه اعتراض څرګند کړ او و يې ويل چې د پومپيو او عمران خان ترمنځ په خبرو کې د پاکستان په خاورو کې د ترهګرو مسئله نه وه ياده شوې. هغه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه خپله اعلاميه سمه کړي.

خو د همدې ورځې له غرمې وروسته په يوه خبري ناسته کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر خپلې اعلاميې ټينګار وکړ.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای