د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو د اګست په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ چې د فوټ شرکت مرستيال مشر سټيفن بيګون به د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د تګلارو په اړه د امريکا د ځانګړي استازي دنده پر غاړه ولري. هغه به له بيګون سره په راتلونکې اونې کې له ديموکراتيکې کوريا څخه ليدنه وکړي.
پومپيو په همدې ورځ وويل بيګون په ديپلوماتيکو چارو او خبرو اترو کې شتمنې تجربې لري او دی به له ديموکراتيکې کوريا سره د خبرو اترو دنده پر غاړه واخلي. هغه وايي چې بيګون به پر وخت دغه دنده پر غاړه واخلي او راتلونکې اونې کې به د ديموکراتيکې کوريا په اړوند چارو کې د امريکا د هدف لپاره په ديپلوماتيکه توګه کوښښ وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |