د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا حکومت د اګست په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به يو لړ تخنيکي وړانديزونه صادر کړي، څو چې بې له کوم تړون څخه له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په حال کې پر خلکو او تصديو ممکنې اغېزې کمې کړي، خو د بريتانوي حکومت دغه عمل د نورو خواوو اندېښنې زياتې کړي چې ايا بريتانيا او اروپايي ټولنه به له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه وروستی تړون لاسليک کړي او که نه؟
د بريتانيا حکومت په همدې ورځ د طبي شيانو، پولي خدمتونو، اټومي امنيت او زراعت په برخو کې ۲۵ وړانديزونه خپاره کړل.
له اروپايي ټولنې څخه د وتلو چارو په اړه د بريتانيا وزير دومينيک راب وويل، که خبرې اترې ناکامې هم وي، بريتانيا به په مداومه توګه د مسئولانه اروپايي ګاونډي او ملګري رول ولوبوي او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره به لازم تماسونه ونيسي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |