CRI Online

د امريکا او روسيې خارجه وزيرانو د سوريې مسئلې په هکله ټليفونې خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-08-24 15:01:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزارت د اګست په ۲۳مه نېته وويل چې خارجه وزير مايک پومپيو په همدې ورځ د روسيې له خارجه وزير سيرګي لاوروف سره په ټليفوني خبرو اترو کې د سوريې د حالاتو په هکله بحث وکړ.

د امريکا د خارجه وزارت وياندې هيتر ناورټ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې مايک پومپيو د سوريې په شمال لويديځ ادليب ولايت کې د سوريې حکومتي پوځ احتمالي پوځي عملياتو ته ډېره پاملرنه کوي او له سيرګي لاوروف څخه يې غوښتنه وکړه چې د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان د کارونو ملاتړ وکړي او د سوريې حکومت لخوا د کيمياوي وسلو د استفادې دنده تر قانوني پوښتنې لاندې ونيسي.

د اګست په ۲۱مه نېټه امريکا، بريتانيا او فرانسې د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی به په مساعد ډول د سوريې حکومت لخوا د کيمياوي وسلو د استفادې عمل ته ځواب ورکړي. دريواړه هېوادونه د سوريې په ادليب ولايت کې د حکومتي پوځ احتمالي پوځي عملياتو ته ډېره پاملرنه کوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای