CRI Online

په مصر کې د چين سفير: د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه به د چين او افريقا پرمختيايي پلانونه سره وتړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-24 17:20:51


د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه غونډه به د سپتمبر له ۳مې نېتې څخه تر ۴مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي. د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه په مصر کې د چين سفير سونګ ای ګو په قاهره کې له چيني خبري رسنيو سره مرکه وکړه. سفير سونګ ای ګو وويل، چې د چين او افريقا مشران به په دغه سرمشريزه غونډه کې د دواړو خواوو ترمنځ د هراړخيزې همکارۍ د پياوړتيا په موخه نوي پلانونه او تدابير وړاندې کړي چې دا به په نوې زمانه کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ د ژوروالي لپاره ځواکمنې سياسي لارښوونې او ارزښتناک فرصتونه برابر کړي.

(( همکاري او ګډ برياليتوب، د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هڅې)) دا د يادې سرمشريزې غونډې اصلي موضوع ده، چې د چين او افريقايي هېوادونو د انکشافي پلانونو پر پيوستون تمرکز کوي. سونګ ای ګو خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چين او افريقا د پرمختګ ګډې اړتياوې لري.

(( زما په اند چين او افريقا زيات ګډ ټکي لري. د دواړو خواوو د کوښښونو په موخو کې د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه لومړی ځای نيسي. ))

سونګ ای ګو په دې نظر دی چې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز نښلول د بېجينګ سرمشريزې غونډې دوهم مهم کار دی. هغه وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پيشنهاد د مطرح کېدو له پنځو کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې لپاره د چين له خوا وړاندې شوی عام خدمت ګرځيدلی دی، د لوی هېواد په توګه د چين مسئوليت يې ښکاره کړی، او د لارو په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تاوده غبرګونونه او ځوابونه يې تر لاسه کړي دي.

((د مصر په شمول زياتو افريقايي هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ته فعال غبرګونونه ښودلي. دغه ستر پلان د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ ته نوی ځواکمن خوځنده قوت ورکړی دی. ))

سونګ ای ګو دې ته اشاره وکړه چې په افريقا کې غني طبيعي او انساني سرچينې او لوی بازاري فرصتونه شته، افريقايي هېوادونه د صنعتي کېدو بهير د چټکوالي په هڅه کې دي او پانګو، تکنالوژۍ او بنسټيزو تاسياتو ته اړتيا لري. چين د اقتصادي جوړښت د بشپړوالي او د صنعتي چارو د لوړوالي په حال کې دی او پانګې، تکنالوژۍ، د لوړ کيفيت او ټيټې بيې تجهيزات او غوره توليدي توان لري، دواړه خواوې ګډې ګټې او پرمختګ تر لاسه کولی شي. نوموړي وويل، د چين له خوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په اړوندو هېوادونو کې د عملي کېدو په حال کې دی او د دغو هېوادونو له انکشافي پلانونو سره همکاري مومي چې دا د افريقايي هېوادونو د ودې د چټکولو او د چين او افريقا د ګډو موخو د پوره کولو لپاره ګټوره ده.

سونګ ای ګو پر دې ټينګار وکړ چې د بېجينګ سرمشريزې غونډې له لارې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ په اړه د خلکو د پېژندنې او ارادې بنسټ به لا ټينګ شي. د اړوندو هېوادونو خلک به د چين او افريقا ترمنځ له همکارۍ څخه ګټې واخلي.

سونګ ای ګو وويل، چې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم دغه سرمشريزه غونډه به د پيمانې او د ګډون کوونکو بهرنيو مشرانو د شمېر له لحاظه په روان کال کې د چين ډېر مهم ډيپلوماتيک فعاليت وي، په دې غونډه کې به د زياتو افريقايي هېوادونو د مشرانو او د افريقايي ټولنې د کميټې مشر په مشرۍ پلاوي ګډون وکړي. هغه وويل

(( اوس د نړۍ په ځينو سيمو کې د نړيوال کېدو پرضد تمايل د لوړېدو په حال کې دی، خو د چين او افريقا مخې ته داسې منظرې ليدل کيږي چې دواړه خواوې يو بل ته ورخلاصون پياوړی کوي، په زياتو برخو کې خپلمنځي همکاري يې د پراخوالي او زياتوالي په حال کې دي.))

د يادولو وړ خبره دا ده چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي به د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي او له چين څخه به رسمي ليدنه وکړي. سونګ ای ګو وويل، چې ولسمشر سيسي به په دې سفر کې له چين او نورو افريقايي هېوادونو سره د چين او افريقا ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ ستره نقشه جوړه کړي او د خپلمنځي اړيکو د دوامدار ټينګښت لپاره به نوی ځواکمن خوځنده قوت برابر کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای