CRI Online

د م م چارواکي غوښتنه وکړه چې پر نړيوال امنيت د داعش ډلې خطرونو ته دې پاملرنه وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-24 16:32:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترهګرۍ ضد د چارو په اړه د م م د سرمنشي مرستيال ولاديمير ورونکوف د اګست په ۲۳مه نېټه خبرداری ورکړ چې که څه هم داعش ډله په عراق او سوريه کې له سختې ماتې سره مخامخ شوې، خو پر انړيوال امنيت د دغې افراطي ډلې خطرونه لا هم ډېر د پاملرنې وړ دي.

نوموړي په همدې ورځ امنيت شورا ته د داعش په هکله د م م د سرمنشي انتونيو ګوټريس ۷م راپور وروپېژند. هغه وويل، چې داعش به عراق کې ماتې خوړلې او په سوريه کې په چټکۍ په شا تللي. اوس په ياده دوو هېوادونو کې د داعش د غړو عمومي شمېر څه باندې شل زره تنه دی چې ځيني يې په پوځي عملياتو کې فعال دي او ځيني نور په عام وګړو کې پټ دي. که څه هم د داعش بېلا بېلې څانګې د مشرتابه په ټاکلو کې جوړ نه دي، خو ښايي کليدي برخه يې اوس هم په عراق او سوريه کې شتون ولري. په عين وخت کې د داعش زياتې فرعي ډلې په افغانستان، ليبيا، جنوب ختيځې اسيا او لويديځې اسيا کې موجودې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای