CRI Online

ټرمپ له پومپيو څخه د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ته د سفر ځنډولو غوښتنه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-08-25 16:48:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۲۴مه نېټه وويل چې د دې هېواد له خارجه وزير مايک پومپيو څخه يې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ته د سفر ځنډولو غوښتنه کړې ده.

ټرمپ په همدې ورځ په ټويټر کې وويل، چې د کوريا ټاپووزمې د اټومي وسلو د پاکولو په برخه کې امريکا او ديموکراتيکې کوريا په خبرو کې مطلوب پرمختګ نه دی موندلی. خو څرګنده يې کړه چې پومپيو هيله من دی چې په نژدې راتلونکي کې به ديموکراتيکې کوريا ته سفر وکړي. ټرمپ هم هيله مندي ښودلې ده چې ژر به د ديموکراتيکې کوريا له مشر کيم جونګ اون سره ليدنه وکړي.

پومپيو په ۲۳مه نېټه اعلان کړ چې هغه به په راتلونکې اوونۍ کې د ديموکراتيکې کوريا په وړاندې د پاليسۍ په اړه د امريکا له نوي ځانګړي استازي ستيفن بيګون سره له ديموکراتيک کوريا څخه ليدنه وکړي. په سږکال کې د درې ځلو لپاره پومپيو ديموکراتيک کوريا ته سفرونه کړي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای