CRI Online

امريکا د فلسطين لپاره د اردن سيند په لوېديځه غاړه او غزه سيمو کې برابرې شوې څه باندې ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت مرسته لغوه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-25 17:23:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۴مه نېټه وويل، چې د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امر له مخې به د فلسطين لپاره د اردن سيند په لوېديځه غاړه او غزه سيمو کې برابرې شوې څه باندې ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت مرسته لغوه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ رسنيو ته په يوه لېږل شوې اعلاميه کې وويل، چې په غزه سيمه کې د حماس ډلې واک د ځايي خلکو د امنيت لپاره يو ګواښ دی او ځايي بشري خطراو اقتصادي ستونزې يې رامنځته کړې دي. د امريکا ياده پرېکړه د دې لاملونو په نظر کې نيولو سره کړې ده.

د فلسطين د ازادۍ بخښونکی سازمان د اجرائيه کميټې غړي حنان اشراوي په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د يادې پرېکړې غندنه کړې ده او ويلي يې دي چې د فلسطين خلک او مشران به د امريکا د داسې کړنو څخه و نه ويرېږي او د امريکا سختو فشارونو او سياست ته به سرونه ټيټ نه کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای