د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د اګست په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ چې د همدې ورځې په سهار د ايران ولسمشر حسن روحاني په يوه وينا کې له ايرانيانو څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا د بنديزونو په مقابل کې بايد خپل کورنی يووالی ټينګ او پياوړی کړي.
نوموړي وويل، چې اوس نړيوال او سيمه ييز حالات په کليدي مرحله کې دي، نو د داخلي يووالي او ثبات ساتنه ډېر مهم ارزښت لري. موږ بايد خپل وحدت لا پسې ټينګ کړو او په ټينګه سره د دوښمنو ځواکونو دسيسې شنډې او له منځه يوسو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |