د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د اګست په ۲۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ولسمشر محمد اشرف غني په همدې ورځ د دفاع وزير په شمول د مهمو حکومتي څانګو د ۳ مسئولينو استعفاوې و نه منلې.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د دفاع وزير طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس برمک او د ملي امنيت رياست مشر معصوم ستانکزي په همدې ورځ ولسمشر غني ته د خپلو دندو څخه د لاس اخيستلو په اړه استعفا ليکونه وړاندې کړل. خو ولسمشر غني د دوی استعفاوې و نه منلې او له دوی څخه يې غوښتنه کړې چې په خپلو دندو کې پاتې شي. په دغه اعلاميه کې د نوموړو درېواړو د استعفاوو مشخص لامل نه دی ياد شوی.
له دې نه مخکې د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د اګست په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو، چې د ملي امنيت په اړه د ولسمشر سلاکار حنيف اتمر په همدې ورځ ولسمشر غني ته خپله استعفا وړاندې کړې، او د ولسمشر لخوا منل شوې ده. په امريکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب به د اتمر پر ځای د ملي امنيت سلاکار په توګه دنده پر غاړه واخلي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |