د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوداګريزې شخړې د سختوالي په وړاندې امريکايي خبري رسنيو اټکل کړی چې د سوداګريزې شخړې دوهم او اوږدوالی به امريکايي بزګرانو ته دايمي او نه جبرانېدونکي زيانونه ورسوي.
د امريکايي خبري رسنيو د اټکل له مخې، پر امريکايي بزګرانو د ګمرکي مالياتو د منفي اغېزو له امله به د ۲۰۱۸ کال د امريکا زراعتي عايدات د تېرو دوولسو کلونو په نسبت ډېرې ټيټې کچې ته ورسيږي. په ۲۰۱۳ کال کې زراعتي عايدات ۱۲۳مليارډه امريکايي ډالره و، خو اوس د کرهنيزو توکو د بيو د ټيټوالي له امله اټکل کيږي چې د روان کال زراعتي عايدات ښايي ۶۰ مليارډه امريکايي ډالره وي. که څه هم حکومت له بزګرانو سره مرستې کوي او هغو هېوادونو ته د کرهنيزو توکو صادرات زياتوي چې د امريکا پرضد يې د ګمرکي مالياتو انتقامي تدبيرونه نه دي نيولي، خو د اوسني وضعيت په وړاندې په لنډه او اوږده موده کې د امريکا زراعت او کليوالې سيمې لا هم له زيانونو سره مخامخ دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |