CRI Online

د چين او بريتانيا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د ګډې کميټې ۱۳مه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-26 17:19:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان او د بريتانيا د نړيوالې سوداګرۍ وزير ليام فوکس د اګست په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې د چين او بريتانيا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د ګډې کميټې د ۱۳مې غونډې مشري وکړه. دواړو خواوو د چين او بريتانيا ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو، د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ، د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک، د چين د وارداتو نړيوال نندارتون او د دوه اړخيزو سوداګريزو ارتباطو د راتلونکو ترتيباتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

جونګ شان وويل چې اوس د چين او بريتانيا ترمنځ اړيکې په طلايي زمانه کې دي. د روان کال په پيل کې د چين د دولت رئيس شي جين بينګ او د بريتانيا صدراعظمه تريسا مې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او دوه اړخيزې سوداګريزې همکارۍ په اړه پراخو ګډو نظريو ته رسيدلي او د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو راتلونکی لوری يې څرګند کړی و. د دواړو مشرانو د تر لاسه شويو ګډو نظريو پلي کول او د سوداګرۍ، پانګونې او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ پياوړتيا د دغې غونډې موخه ده.

جونګ شان وويل، د امريکا دغه کړنه چې سوداګريزه جګړه يې پيل کړې، د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو څخه سخته سرغړونه ده، او د يو اړخيزې غوښتنې او زورواکۍ غوښتنې عمل دی. امريکا د پوهنې ملکيت حق په برخه کې پر چين باندې بدنيتي او بې دليله تورونه لګولي. فوکس وويل، چې بريتانيا له ازادې سوداګرۍ څخه ټينګ ملاتړ کوي او له يو اړخيزې غوښتنې او د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې سره مخالفت کوي، هيله لري چې چين او امريکا د سلامشورو له لارې توپيرونه حل کړي.

د يادې غونډې له پای ته رسيدو وروسته د دواړو وزيرانو تر کتنې لاندې د چين او بريتانيا ترمنځ د خدمتي سوداګرۍ په اړه د کاري ډلې د جوړونې تفاهم ليک لاسليک شو.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای