د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په ۲۶مه نېټه د امريکا د فلوريدا ايالت د جاکسونويل ښار په يوه لوی تفريحي مرکز کې د ډزو پېښه وشوه. ځايي پوليسو وويل، د دې پېښې له امله سخته مرګژوله رامنځته شوې او ټپيان روغتون ته ليږدل شوي دي.
د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې، لږ تر لږه ۱۱ تنه له ډزو سره مخامخ شول او پکې ۴ تنه ووژل شول.
د جاکسونويل ښاروال په ټولنيز رسنۍ کې وويل، يو شکمن بريدګر د پېښې په ځای کې ووژل شو. اوس پوليس د پېښې په ځای کې په پلټنه بوخت دي او دا نه ده تصديق شوې چې ايا بل بريدګر شته که نه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |