د سين هوا اژانس د اګست په ۲۷مه نېټه د کوريا د ولسي ديموکراتيک جمهوريت د خبري اژانس په قول خبر ورکړ، د کوريا جمهوريت او د کوريا د ولسي ديموکراتيک جمهوريت د جلا شويو کورنيو د راغونډېدو فعاليت چې د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه د ديموکراتيک کوريا په کيومګانګ غره کې پيل شوی، په ۲۶مه نېټه پای ته ورسېد.
په خبر کې ويل شوي، دغه فعاليت د پانمونجوم اعلاميې د تطبيق يو تدبير دی. د اګست له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د دوهمې دورې په فعاليت کې، د دواړو خواوو کسانو له خپلو جلا شويو خپلوانو سره وکتل چې د ملي بېلتون له امله يې د اوږدې مودې لپاره نه دي سره ليدلي. د دې فعاليت د ختمېدو په وخت کې دوی موافقه وکړه چې د ملي يووالي د عملي کېدو په ورځ به بيا سره راغونډ شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |