د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري اژانس د اګست په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ، د سوريې ولسمشر بشار الاسد په همدې ورځ د ايران د ملي دفاع له وزير امير حاتمي سره خبرې اترې وکړې.
بشار په خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ چې د سوريې او ايران ترمنځ همکاريز نظام او د دايمي همکارۍ پلان ستر اهميت لري.
حاتمي د سوريې حکومت لخوا د سوريې د ټول قلمرو د نيولو په اړه باور څرګند کړ او و يې ويل، د ايران او سوريې تر منځ اړيکې په ستراتيژيکو اړيکو بدلې شوې دي.
له دې څخه مخکې، هتمي دمشق ته د رسېدو په وخت کې وويل، ايران هيله لري چې د سوريې د بيارغونې په بهير کې اغېزمن رول ولوبوي. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |