د سين هوا اژانس د اګست په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ، د افغانستان د ملي امنيت ادارې د اګست په ۲۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په افغانستان کې د داعش ډلې د فرعي څانګې مشر ابو سعد ارهابي څو ورځې مخکې په ننګرهار ولايت کې ووژل شو.
په دې اعلاميه کې راغلي، د افغانستان پوځ او بهرنيو پوځونو د اګست د ۲۵مې نېټې په شپه د ننګرهار ولايت په خوګياڼو سيمه کې د داعش ډلې په موخه ګډ نظامي عمليات ترسره کړي. په دې عملياتو کې پر ارهابي سربيره د دې ډلې څه باندې ۱۰ تنه نور غړي هم ووژل شول. په اعلاميه کې د افغانستان او د بهرنيو هېوادونو د پوځونو د مرګ ژوبلې حالت نه دی ياد شوی.
تر اوسه پورې داعش ډلې د ارهابي د مرګ خبر نه دی منلی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |