CRI Online

د چین او مصر د تیدا د اقتصادي او تجارتي همکاریو سیمې منظرې

cri     (GMT+08:00) 2018-08-27 17:18:36

په دې وروستیو کالونو کې د چین او مصر د همکاریو په چوکاټ کې د تیدا د سویز د اقتصادي او تجارتي همکاریو سیمه یوه ښه نمونه ده. د ۱۰ کالونو د ابادۍ په نتیجه کې دغې سیمې مصر ته لویې اقتصادي او ټولنیزې ګټې رسولې دي او لومړنی صنعتي پارک هم دی چې د دواړو هیوادونو د دوو دورو مشرانو دوه ځله دغې سیمې ته ستاینې او قدردانۍ لوحې ورکړې دي. د یو کمربند او یوې لارې په ګډې ابادۍ او د مصر د اقتصادي سمسورتیا د پلان په پرمختګ سره دغه سیمه له ډیرو فرصتونو سره هم مخامخه ده. په مصر کې د چین نړیوالې راډیو خبریالې لیو سو یون په دې اړه یو راپور چمتو کړی .

دغه سیمه د سویز کانال پر غاړه صحرا کې پرته ده چې اوس په شنه او سمسوره ځمکه بدله شوې ده. په دې سیمه کې هغه ډول چیني او انګلیسي شعارونه ډیر لیدل کیږي چې د همکاریو او ګډو ګټو له لارې پرمختګ ترلاسه کړو! دا د تیدا شرکت رویه ده او په بهر کې د چیني تصدیو اصل هم دی.

د تیدا ځانګړې سیمې د انکشافي شرکت د شورا غړي لیو یي د دغې سیمې د پرمختګ په بهیر کې پوره ګډون کړی او ویې ویل:

"دغې سیمې مصر ته لویې اقتصادي ګټې رسولې دي او د مصر د اړوندو صنایعو سویه یې هم لوړه کړې ده حتی د منځني ختیز او افریقا ځینی بازارونو اړتیاوې یی هم پوره کړی دی."

د دې ترڅنګ تیدا څه دپاسه ۳۰۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي دي. د مصر د تیدا شرکت عمومي منیجرې میرمن نحلا محمود په ۲۰۱۰ کال کې په تیدا کې ګډون کړی دی او ویی ویل:

"په تیرو څو کالونو کې د مصر د صنعتي کیدو بهیر روان نه و. اوس موږ یو ځل بیا د صنعتي کیدو مدار ته داخل شوي یو. مصر په ډیرو برخو کې شهرت لري مثلاً پنبه او اوبدنې صنعت، موږ اوس باید دغه صنایع نورې هم سمسورې کړو. "

اوس په دې سیمه کې څه دپاسه ۷۰ تصدۍ ځای پر ځای شوې دي. د هنګ شي په نوم د فایبرګلاس اوبدنې شرکت چې په ۲۰۱۴ کال کې په دې سیمه کې پرانیستی دی، ۳۵۰ کارکوونکي لري چې ۳۲۰ تنه یی مصریان دي. د دغه شرکت د عمومي منیجر مرستیال یو مصري ځوان دی چې چیني نوم یې هان شین دی. هغه په چیني ژبه داسی وویل:

" دغه ډول صنایع مخکې په مصر کې نه و. زموږ تولیدات اوس سل په سلو کې بهر ته صادریږي. زموږ شرکت دوه برابره پراخ شوی دی. پخوا یوازی د یوې خونې یوه فابریکه مو لرله خو اوس دغه شاوخوا ټوله سیمه زموږ د شرکت ده "

په مصر کې فراعي شرکت په بهر کې د جیانګ سو ولایت د فنګ شانګ شرکت لومړنی مقر دی. د دغه شرکت د عمومي منیجر مرستیال جن جیا مین په دې اړه وویل:

" د یو کمربند او یوې لارې په نظر کې نیولو سره په مصر کې مو پانګونه کړې ده. موږ د چین او افریقا له صندوق سره همکارۍ هم لرو. موږ به د مصر په اتکا منځني ختیز او افریقا ته پراختیا وکړو."

دغه سیمه په ۲۰۰۸ کال کې د چین او افریقا د همکاریو فورم په ملګرتیا رامنځته شوې ده چې اوس د مصر یوازنۍ هغه جوړه شوې سیمه ده چې په بهرنیو پانګو باندی اباده شوې ده. اوس د دغې سیمې دوهم پړاو د ابادۍ په حال کې دی او لازیاتې چیني تصدۍ په دې اړه فکر کوي چې دلته نورې پانګونې وکړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای