CRI Online

تبصره: د امريکا د پر له پسې بنديزونو پر وړاندې اروپايي ټولنه اضداد ته اړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-08-27 20:32:17

د امريکا او اروپا ترمنځ د اتلانتيک سمندر پر غاړه د ملګرو اړيکې د بدلون په حال کې دي. د جولای په پای کې په سپينې ماڼۍ کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي ټولنې د کميټې له رئيس جيان کلاود جونکير سره په ملاقات کې وويل، چې دوه اړخيزې اړيکې د نژدې دوستۍ په نوې مرحله کې داخلې شوې، خو په اګست کې دواړو خواوو يو پر بل نيوکې وکړې، اوس د امريکا او اروپا ترمنځ اړيکې ستونزمنې مودې ته ننوتلې دي.

پر ايران د بنديزونو لګولو مسئله د امريکا او اروپا ترمنځ د اړيکو د نوي پړاو ترينګلتيا سبب ګرځېدلې. امريکا د کورنيو قوانينو سره سم پر ايران يو اړخيز بنديزونه لګولي، غواړي چې ايران په جوړ جاړي مجبور کړي،څو چې په منځني ختيځ کې تسلط خپل کړي. د دې موخې لپاره امريکا د خپلو ملګرو هېوادونو په شمول هيڅ هېواد او سيمې ته له ايران سره د عادي معاملو اجازه نه ورکوي. خو اروپايي ټولنه تل په اقتصاد او انرژۍ کې له روسيې او ايران سره نژدې همکارۍ لري. له دې نه مخکې پر روسيې د امريکا د بنديزونو له امله د اروپايي ټولنې ګټې زيانمنې شوې وې. اوس امريکا پر ايران د نوي پړاو بنديزونه لګولي او د نورو زياتو بنديزونو ګواښ يې کړی، دغه راز د اروپايي ټولنې د انرژۍ امنيت به له سختو خطرونو سره مخامخ شي. د امريکا کړه وړه د اروپايي ټولنې له سرې کرښې څخه تېر شوي او اروپايي ټولنې يې پر وړاندې يو لړ مقابل تدبيرونه نيولي دي.

د امريکا او اروپا ترمنځ د توپيرونو له زياتوالي سره د اتلانتيک سمندر پر غاړه د ملګرو ليګ د جلا کېدو له خطر سره مخامخ دی. امريکا چې د بنديزونو لګولو عادت لري، اخر به ټول ملګري له لاسه ورکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای