CRI Online

پر روسيې باندې د امريکا د بنديزونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پيچلې شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-08-28 10:30:25
پر روسيې باندې د امريکا د بنديزونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پيچلې شوې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريازکرووا د اګست په ۲۷مه نېټه وويل، امريکا په بريتانيا کې د روسيې د پخواني جاسوسي د مسموميت پېښې له امله پر روسيې د نوې دورې بنديزونه لګولي، دغه راز د اوسنيو مسئلو په هکله د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادلې لا پيچلې شوې او د دواړو خواوو ترمنځ د ديالوګ لپاره ګټورې نه دي.

نوموړې وويل، د امريکا د بنديزونو موخه د نړيوالو وسلو د کنټرول او د نه خپرېدا سيسټم ويجاړول دي او پکې د کيمياوي وسلو د بنديز حکم هم شامل دی. هغې پر دې ټينګار وکړ چې روسيې تل خپله دنده پر غاړه اخيستې او خپلې کيمياوي وسلې يې پاکې کړې دي.

د يو بل خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر سکريټر دميتری پيسکوف د اګست په ۲۷مه نېټه وويل، د کريملين ماڼۍ به د امريکا د بنديزونو د نتيجې، اغېزې او ور سره د مقابلې د تدبيرونو په اړه څېړنې وکړي. هغه د ولسمشر پوتين په قول وويل، په دې حال کې چې امريکا نادوستانه تدبيرونه نيولي، روسيه به د خپل هېواد له ګټو سره سم اړوند تدبيرونه ونيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای