CRI Online

د امريکا، کوريا جمهوريت او جاپان د بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-08-28 10:36:50
د امريکا، کوريا جمهوريت او جاپان د بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۷مه نېټه وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه په جلا جلا توګه د کوريا جمهوريت او جاپان د بهرنيو چارو له وزيرانو کانګ کيونګوا او تارو کونو سره ټليفوني خبرې وکړې. دوی د کوريا د ولسي ديموکراتيک جمهوريت په وړاندې د راتلونکو تګلارو په هکله بحث وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هدر ناويرټ د اګست په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، پومپيو او کانګ کيونګوا په ټليفوني خبرو کې ژمنه وکړه چې په دوامداره توګه به نږدې همکارۍ وکړي او پر ديموکراتيکې کوريا به فشار واچوي چې هغه له ذروي وسلو څخه لاس واخلي. پمپيو په دې اړه په ټليفوني خبرو کې له تارو کونو سره هم موافقې ته ورسېد.

د امريکا ولسمشر ټرمپ د اګست په ۲۴مه نېټه په ټوټير کې ويلي، هغه له پومپيو څخه غوښتنه وکړه چې ديموکراتيکې کوريا ته د ده سفر وځنډوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای