CRI Online

چين به د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار وکړي او په پر له پسې توګه د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو بهير به چټک کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-28 15:54:20

روان کال د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د اعلانېدو له پنځمې کاليزې سره برابر دی.د چين چارواکي د اګست په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې له پنځو کلونو راهيسې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له مفکورې او هيلې څخه پر واقعي عملياتو باندې بدل کړی او ستر پرمختګونه يې تر لاسه کړي.د نويو حالاتو په وړاندې به د چين حکومت د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار وکړي او په لوړ کيفيت او لوړ معيار په پر له پسې توګه د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو بهير به چټک کړي.

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د اعلانېدو له پنځو کلونو راهيسې ګردې نړۍ په اغېزمنه او فعاله توګه غبرګونونه ښودلي او برخه يې پکې اخيستې ده.تر اوسه پورې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اړه اصلي مفکوره د

م م په شمول د مهمو نړيوالو ميکانيزمونو د پايلو په سندونو کې ليکل شوې او ۱۰۳ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې په برخه کې ۱۱۸ همکاريز موافقه ليکونه لاسليک کړي دي.

له شمېرنې سره سم د ۲۰۱۸ کال تر جون پورې چين د يو کمربند او يوې لارې له پرتو هېوادونو سره د مالونو د معاملو ارزښت له پنځو زرو مليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات شوی او له بهر سره مستقيمې پانګونې له اوياوو مليارډو ډالرو څخه اوښتې دي.په پرتو هېوادونو کې د اقتصادي او سوداګريزو همکاريزو سيمو د ابادولو لپاره لګول شوې عمومي پانګې شلو مليارډو ډالرو ته رسېدلې او سلګونه زره کاري فرصتونه برابر شوي او د يادو سيمو لپاره څو مليارډو ډالرو ماليات ورکول شوي دي.

د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ کارونو د لارښوونې ډلې د دفتر مدير مرستيال نينګ جي جه د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل ،د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراته هېوادونه يا همکاران زياتره پرمختيايي هېوادونه دي،خو پرمختللي هېوادونه هم شته.بېلا بېل هېوادونه خپل غوره والی او ځانګړتياوې لري. د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له لارې به د ټولو هېوادونو لپاره يو له بل څخه زده کړه وشي تر څو ګډې ګټې وموندل او تر لاسه شي.

اوس نړيوال اقتصاد له زياتو ناثابتو اصولو سره مخامخ دی او نړيوال چاپيريال هم ډېر بدلونونه لري،نو د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو بهير لاهم له زياتو ستونزو سره مخامخ دی.يو شمېر هېوادونو د دې وړانديز په اړه لاهم پوښتنې لري. د بېلګې په توګه،د ځينو خبري رسنيو په قول د يو کمربند او يوې لارې په اړه همکاريزې پروژۍ د پور خطر شتون لري.د چين د سوداګرۍ د وزير مرستيال چيان که مينګ وويل چې اوس د يو کمربند او يوې لارې په اړه زياتره چيني پانګونه د بنسټيزو تاُسيساتو په برخه کې شوې ده چې د پانګې اچونې دوره يې اوږد مهاله ده.

د چين د زياتو وزارتونو چارواکو څرګنده کړې ده چې په راتلونکي کې به چين په پر له پسې توګه د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو اصول او بازاري اقتصاد او نړيوال قوانين تعقيب کړي ،د همکارۍ او ګډو ګټو په موخه د اړوندو تګلارو له لارې د تبادلې سويه او خپلمنځي اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ به پياوړی کړي څو چې په لوړ کيفيت او لوړ معيار د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو بهير چټک شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای