د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان حکومت د اګست په ۲۸مه نېټه د ۲۰۱۸ کال د دفاعي چارو سپين کتاب منظور کړ. په دغه کتاب کې په مبالغه توګه ليکل شوي، د جاپان په شاوخوا کې امنيتي چاپېريال د سختېدو په حال کې دی او موخه يې د شنزو ابي حکومت لخوا د نوي دفاعي پلان د ټاکل کېدو او د پوځونو د پراخولو لپاره لاره هوارول دي.
په دغه سپين کتاب کې راغلي، د جاپان په شاوخوا کې امنيتي چاپېريال د سختېدو په حال کې دی. که څه هم اوس د کوريا ټاپووزمې وضعيت ارام شوی، په دې کتاب کې لا هم ليکل شوي چې د کوريا ولسي ديموکراتيک جمهوريت د جاپان لپاره بېړنۍ ګواښ دی. برسيره پر دې، په دې کتاب کې د تش په نامه د چين ګواښونو په اړه مالومات هم شته. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |