CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو لپاره نوې نقشه وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-08-28 20:33:55

د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر او اکتوبر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له قزاقستان او اندونيزيا څخه په ليدنو کې په وار سره د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې د ابادۍ پېشنهادونه وړاندې کړل. په دې وروستيو کې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ کارونو د پنځمې کليزې په ناسته کې شي جين پينګ وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو له داخلي غوښتنو سره سمون لري، د ګډ برخليک افکار يې ښکاره کړي او د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو لپاره يې نوې نقشه او نوی پلان برابر کړی دی.

د نوموړي په يادو خبرو کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز داسې واقعي او تاريخي ارزښت بيان شوی چې دا به نه يوازې د چين او ګردې کرې ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته پرمختګ ورکړي، بلکې د نړيوال اداري سيستم اصلاحات او د ګډ انساني برخليک د ټولنې جوړونه به هم پياوړې کړي. په حقيقت کې پنځه کاله مخکې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د وړاندې کېدو په پيل کې لوی پټ ځواک او ارزښت يې د نړيوالو له خوا نه و پېژندل شوی. خو اوس له سلو نه زيات هېوادونه او نړيوال سازمانونه د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ څخه ملاتړ کوي او پکې يې فعال ګډون کړی دی، د چين او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړو د پرتو هېوادونو ترمنځ د مالونو د معاملو عمومي ارزښت له ۵۰۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو نه زيات شوی، په بهر کې د چين د مستقيمو پانګونو اندازه له ۶۰ مليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتې ده، او په دغو سيمو کې د ځايي خلکو لپاره له ۲ لکو نه زياتې کاري دندې برابرې شوې دي. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د م م د اسامبلې او امنيت شورا په پريکړه ليکونو کې ليکل شوی او د نړۍ له خوا منل شوی دی.

د بريتانيا د کمبريج پوهنتون پروفيسر مارټين جاکيس وويل، د چين له خوا وړاندې شوی د يو کربند او يوې لارې پېشنهاد د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو لپاره داسې نوي افکار برابر کړي چې په خپلې لمنې کې (( ګډې مشورې، ګډې ابادۍ او ګډې ګټې )) رانغاړي.

ګډې مشورې يعنې هر کار بايد د ټولو تر مشورو لاندې تر سره شي، له دې څخه د نړيوالې ادارې اصل (( مساوات)) ښکاريږي. ګډې ابادۍ يعنې ټول په ابادۍ کې برخه لري، له دې څخه د نړيوالې ادارې اصل (( ورخلاصون)) ښکاريږي. ګډې ګټې يعنې ټول به له برياليتوبونو او ګټو څخه برخمن شي، له دې څخه د نړيوالې ادارې اصل (( عامه ګټې)) ښکاريږي.

له تېرو پنځو کلونو راهيسې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په رڼا کې نه يوزاې نړيوالې اقتصادي همکارۍ پياوړې شوي بلکې د نړيوال اداري سيستم په بشپړولو کې ګټورې تجربې تر لاسه شوې دي. راتلونکې مرحلې ته به څنګه داخليږو؟ رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې بايد د لوړ کيفيت د پرمختګ په لوري پرمختګ وکړو څو نور زيات د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړو. که اړوندې خواوې د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو د اصولو مراعات وکړي، يو کمربند او يوه لار به نړۍ او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او د نړيوال اداري سيستم د بشپړو لپاره به نوی خوځنده قوت برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای