د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د دفاع وزير جېمس ماتيس د اګست په ۲۸مه نېټه وويل چې امريکا له کوريا جمهوريت سره ټاکل شوي څو لوی پوځي تمرينونه ځنډولي او اوس د نورو ګډو پوځي تمرينونو د ځنډولو پلان نه لري.
ماتيس په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې امريکا په سينګاپور کې د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشرانو تر منځ د کتنې پايلې د پلي کېدو لپاره ياد عمل تر سره کړی.امريکا به په پر له پسې توګه له ملګرو هېوادونو سره نژدې همکاري وکړي څو چې پر کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د م م امنيت شورا د بنديز لګولو پرېکړه ليک پلی شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |