CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د پوهې تمليکي حقونو په اړه همکارۍ مثبتې لاسته راوړنې خپلې کړې دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-08-29 14:58:30

د ۲۰۱۸ کال لپاره د يو کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې د پوهې تمليکي حق په اړه دوه ورځنۍ لوړ پوړې غونډه د اګست په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د دغې غونډې عمده موضوع جاميت، پرمختګ، همکاري او ګډې ګټې دي. د څه باندې ۶۰ هېوادونو اړوند ارګانونه، نړيوال او سيمه ييز سازمانونه د پوهې تمليکي حق پر نړيوال پرمختيايي حالت او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د مختلفو هېوادونو په وړاندې د پوهې تمليکي حق په اړه پر ستونزو بحث کوي او راتلونکې همکاريزه نقشه په ګډه جوړوي.

د چين د پوهې تمليکي حق دولتي ادارې د اړوندو شمېرو له مخې، تر اوسه پورې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له کابو ۴۰ هېوادونو سره د پوهې تمليکي حق په اړه دوه اړخيزې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې او د خليج عربي هېوادونو د همکارۍ کمېټې، د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې او د اروپا او اسيا د امتيازي حقونو ادارې په شمول له څو سيمه ييزو سازمانونو سره د همکارۍ تړونونه يې لاسليک کړي دي. د پوهې تمليکي حق د نړيوال سازمان عمومي مدير ښاغلي فرنسيس ګيرارد ګوري د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه له چيني حکومت څخه مننه څرګنده کړه چې د پوهې تمليکي حق په اړه د څواړخيزې همکارۍ د پرمخبيولو لپاره يې زيات کوښښونه کړي دي.

موږ ډېر خوشحاله يو چې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لخوا د پوهې تمليکي حق په اړه د توان پياوړتيا ژمنه کړې او د دې لپاره يې پانګې برابرې کړې. له تېرو څو کلونو راهيسې د امتيازي حق د ارزونې په برخه کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ستر پرمختګ موندلی دی.

له تېرو څو کلونو راهيسې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له اړوندو هېوادونو سره د پوهې تمليکي حق په اړه د اړوندو معلوماتو د تبليغولو او روزلو په برخو کې زياتې واقعي همکارۍ کړې دي. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۷ کال کې د چين د پوهې تمليکي حق دولتي ادارې د کمبوديا د صنعت او لاسي صنايعو له وزارت سره د پوهې تمليکي حق په ساحه کې د همکارۍ يادښت لاسليک کړ. د دغه يادښت له مخې، د چين لخوا تائيد شوي امتيازي حقونه په کمبوديا کې تر ثبت کېدو وروسته نافذېدای شي. د کمبوديا د دولتي چارو وزير او د صنعت او لاسي صنايعو وزير ښاغلي پراسيديح چام څرګنده کړه چې دا په کمبوديا کې د چين پانګه اچوونکو او امتيازي حق لرونکو د پرمختګ سبب شوی دی.

په ۲۰۱۳ کال کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له وړاندې کولو نه د ۲۰۱۸ کال تر جولای پورې د کمبوديا لخوا د راجلب شوې بهرنۍ پانګونې په منځ کې د چين پانګې له ۷.۸ مليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتې دي. مخ په زياتېدونکي پانګه اچوونکي، امتيازي حق لرونکي، توليدات کمبوديا ته ننوتلي دي. د دوی انديښنه دا ده چې د دوی په لاس کې د پوهې تمليکي حقونه په کمبوديا کې خوندي ساتل کېږي که نه. زموږ په هېواد کې د پوهې تمليکي حق د غوښتنې او ارزونې بهير ډېر وخت نيسي. نو کمبوديا له څو کلونو راهيسې له زياتو هېوادونو سره د همکارۍ زيات يادښتونه لاسليک کړي. دغه راز په کمبوديا کې د پانګه اچوونکو قانوني حقونه ساتل کېدای شي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د اړوندو شمېرو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم له زر مليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتی دی چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۴.۹سلنه زيات شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای