CRI Online

امريکا او ترکيه پلان لري چې د سوريې په شمال کې د ګزمې ګډې دندې تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-29 15:58:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ځواکونو د لويو درستيزانو د ګډې جرګې مشر جوسيف دونفورد د اګست په ۲۸مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل ،امريکا پلان لري چې د سوريې په شمال کې له ترکيې سره د ګزمې ګډې دندې تر سره کړي.

دونفورد وويل چې امريکا او ترکيې دوه مياشتې مخکې د سوريې په شمال منبيج سيمه کې د امنيت د پياوړتيا او همکارۍ په اړه بحث وکړ.ګزمې دندې به په دوو پړاوونو کې بشپړې شي.اوس دواړه هېوادونه د دې په اړه سلامشوره کوي او د پلان د پرمختګ له بهير څخه يې خوښ دي.

د امريکا د دفاع وزير جېمس ماتيس په يوه خبري ناسته کې وويل چې تر اوسه پورې روزنيز تجهيزات انقرې ته رسول شوي او باور لرم چې دواړه هېوادونه به ژر ګډې ګزمې وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای