CRI Online

د ګواهي اوریدلو یوه مزخرفه غوڼده

cri     (GMT+08:00) 2018-08-29 20:01:22
د ګواهي اوریدلو یوه مزخرفه غوڼده

د اګست په ۲۲ مه نېټه د امریکا د واښو رېبلو ماشین شرکت مشر میچیل کیرسي د ګواهي اوریدلو په هغه غونډه کې چې د امریکا حکومت به د ۲۰۰ ملیارډه امریکایي ډالرو په ارزښت د چین پر تولیداتو زیات ګمرکي مالیات ولګوي، داسی خبرې وکړې چې که د چین له خوا پر جوړو شویو د واښو رېبلو ماشینونو زیات ګمرکي مالیات لګول د امریکا له صنعت یا کار موندلو سره مرسته وبلل شي، نو هغه کیسه به هم باوري وي چې یو موټر یو سپی تر ټایر لاندی کړ خو د دغه سپي د ژغورنې لپاره یې موټر بیا شا ته وګرځاوه چې دا ډېر مزخرف او ناوړه عمل دی.

د اګست له ۲۰ مې نېټې نه تر ۲۷ مې نېټې پورې د امریکا د تجارت استازي دفتر د ۳۰۱ پلټنې نومي نتیجې سره سم د ګواهي اوریدلو غونډه جوړه کړه او د امریکا پر هغې تګلارې یې خبرې وکړې غواړي د چین پر ځینو تولیداتو زیات ګمرکي مالیات ولګوي. ښاغلي کیرسي د ډيرو برخه والو په استازیتوب له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې سنجیده پریکړه وکړي. د هغو کسانو لپاره چې د نړیوال اقتصادي پرمختګ او ازاد تجارت ته ډېرې پاملرنې کوي، دغه څو ورځنۍ غونډه ناهیلي او مایوسه ده.

لومړی، په دې غونډه کې د تولیداتو د برابرولو لړۍ د بدلون شونتیا ته ډېرې پاملرنې ورکړل شوې دي چې هیڅ ازرښت نه لري.

دوهم، لږو امریکایي تصدیو د یادې غونډې له لارې پر خپلو سیالانو فشارونه اچولي چې دا له بازاري اصل څخه سرغړونه ده.

د دې ترڅنګ امریکا د تجارت نړیوال سازمان د عمده بنسټ ایښودونکي په توګه ژمنه کړې چې په زغم سره به ۳۰۱مه ماده وکاروي. خو اوس امریکا د خپل کورني قانون له مخې د تجارت محدودیت تدبیرونه نیولي او بله خوا یې پر چین نیوکه وکړه چې د ۵۰ ملیارډه ډالرو په ارزښت د امریکا پر تولیداتو د ګمرکي مالیاتو د زیاتې تعرفې لګولو په اړه د چین متقابل تدبیر غیرقانوني دی. په عین وخت کې به امریکا د ۲۰۰ ملیارډه ډالرو په ارزښت د چین پر تولیداتو زیات ګمرکي مالیات ولګوي.

اوس د ګواهي اوریدلو یاده غونډه پای ته رسیدلې ده. که دغه ځل امریکا بیا هم هغه مزخرفه لار ونیسي نو ښايي امریکایي تصديو او مشتریانو ته ناهیلي او مایوسي ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای