د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو صدر اعظم نيتانياهو د اګست په ۲۹مه نېټه څرګنده کړه چې اسرائيل اوس په سوريه کې د ايراني پوځي تجهيزاتو د جوړولو په مخنيوي بوخت دی او په ټينګه سره به دغې موخې ته ورسېږي.
په همدې ورځ نيتانياهو د اسرائيلو په جنوب يو څېړنيز مرکز کې څرګنده کړه چې اسرائيل به په ديپلوماتيکي ډګر کې پر ايران لا زيات فشار واچوي او اسرائيلي پوځ به هم خپلو قوي او اغېزمنو عملياتو ته دوام ورکړي څو چې په سوريه کې د ايران لخوا د خپلو ځواکونو او پرمختللو وسلو د ځای پر ځای کولو هڅه شنډه کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |