د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د اګست په ۲۹مه نېټه يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې د تر سره کېدو لپاره دې يوه نړيواله غونډه تر سره او يو څواړخيز نړيوال ميکانيزم جوړ شي.
په همدې ورځ عباس د اردن سيند د لويديځې غاړې په رام لله ښار کې بوسنيا هرزګوينا د مشرتابه پلاوي له نوبتي مشر بکير ايزتبېګويک سره وکتل.
عباس تر دغې کتنې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د بيت المقدس او د فلسطيني کډوالو په اړه د امريکا پرېکړه د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ پر سوله ييز بهير ويجاړونکې اغېزه کړې. امريکا اوس د اسرائيلو تر څنګ ولاړه ده.
نوموړي زياته کړه چې فلسطين د روان کال په فبرورۍ کې د م م په امنيت شورا کې خپله غوښتنه يو ځل بيا تکراروي يعنې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې لپاره دې يوه نړيواله غونډه تر سره او يو څواړخيز نړيوال ميکانيزم دې جوړ شي څو چې د دوو هېوادونو لايحه پلې شي، د فلسطينيانو ازادي او خپلواکي تر لاسه شي او د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ د ختيځ بيت المقدس په پلازمېنې سره د فلسطين هېواد جوړ شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |