د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ولسي ديموکراتيک جمهوريت د رودونګ سيمون په نامه ورځپاڼې د اګست په ۲۹مه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د ديموکراتيکې کوريا او د کوريا جمهوريت ترمنځ د پانمونجون اعلاميه تر ټولو واقعي او معقوله ملي ګډه تګلاره ده. بېلا بېلې خواوې بايد ژر تر ژره دغه اعلاميه پلې کړي. په دغه ليکنه کې د کوريا جمهوريت پر محافظه کارانو او امريکا هم نيوکه شوې چې د يادې اعلاميې د پلې کېدو په لار کې يې خنډونه اچولي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |