د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزير سيرګي شويګو د اګست په ۲۸مه نېټه له منځنۍ پوځي ناحيې څخه د ليدنې پر وخت روسي خبري رسنيو ته اعلان وکړ چې روسيه به د سپتمبر له ۱۱مې تر ۱۵مې نېټې پورې د دغه هېواد په لويديځه سيبريا او لېرې ختيځه سيمه کې د ختيځ--۲۰۱۸ په نوم پوځي تمرين تر سره کړي.
دغه تمرين به په ۱۹۸۱ کال کې د شوروي اتحاد لخوا د لويديځ--۸۱ په نوم له پوځي تمرين راهيسې تر ټولو لويه پيمانه لرونکی پوځي تمرين وګرځي. څه باندې ۳ لکه تنه، ۳۶ زره موټرونه او کابو زر الوتکې به پکې برخه واخلي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |