د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د اګست په ۲۸مه نېټه يو لړ شمېرې خپرې کړې. د دغو شمېرو له مخې په تېر جولای کې د امريکا لخوا د منفي سوداګريز بيلانس د زياتوالي اندازه ۶.۳سلنې ته رسېدلې چې له اټکل څخه وتلې او له ۷۲.۲ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده. د زياتوالي اندازه له تېرو ۵ مياشتو راهيسې تر ټولو لوړه ده. د دې تر څنګ امريکايي کارپوهانو څرګنده کړه چې بايد د چين اقتصادي شمېرو ته سمه پاملرنه وکړي او سم قضاوت دې وکړي.
د کرنيزو توليداتو د کمولو له امله په تېر جولای کې د امريکا صادراتي اندازه د ۱.۷ سلنې لپاره ټيټه شوه، خو وارداتي اندازه يې د ۰.۹ سلنې لپاره زياته شوه. دا دوهمه مسلسله مياشت ده چې د امريکا لخوا د سوداګرۍ منفي بيلانس زياتېږي.
د امريکايي خبري رسنيو د خبر له مخې، زياتره اقتصاد پوهان په دې نظر دي: د سوداګرۍ بيلانس د حسابولو دوديزې لارې چارې له مودې څخه لوېدلې چې له صادراتي اندازې نه د وارداتي اندازې په پرته کولو سره نتيجه تر لاسه شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |