د اګست د ۲۹مې نېټې په شپه د ۱۸مې دورې اسيايي لوبو د ۳ مترو په جګوالي د ډايف کولو په دوه نفري سيالۍ کې د چين دوو ښځينه لوبغاړو چانګ يا ني او شه تينګ ماو د ۳۳۵.۷ نتيجو په ګټلو سره لومړی ځای ونيو. تر سيالۍ وروسته په يوه مرکه کې اغلې شه تينګ ماو څرګنده کړه چې که څه هم دوی دواړو کافي چمتوالی نيولی، خو پوره سويه يې نه ده څرګنده کړې. دا به بيا د ۳ مترو په جګوالي د ډايف کولو په يوانۍ سيالي کې ګډون وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |