CRI Online

استراليا د چين د هوا وې شرکت د فعاليت د ردولو لامل د منلو وړ نه دی

cri     (GMT+08:00) 2018-08-30 15:39:55
استراليا د چين د هوا وې شرکت د فعاليت د ردولو لامل د منلو وړ نه دی

په دې وروستيو ورځو کې د استراليا حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د انټرنيټي امنيت په پلمه د استراليا د ۵G ويب په جوړونه کې د چين د هوا وې شرکت منع کړ، له دې امله په استراليا کې د دې شرکت چارې له خنډونو سره مخ دي.

انټرنيټي امنيت د ټولو انټرنيټ کاروونکو د پاملرنې وړ مسئله ده او هم د ټولو هېوادونو پاملرنې وړ مهم ټکی دی. خو دغه مسئله د سياسي موخو د ترسره کولو پلمه نه شي ګرځېدلی. د استراليا په ياده اعلاميه کې د انټرنيټي امنيت لامل د بېلا بېلو دلايلو له لحاظه د منلو وړ نه دی.

لومړی، د همکارۍ په برخه کې، د مالوماتو له مخې، هوا وې شرکت په نړۍ کې د مخابراتي تحهيزاتو د تر ټولو لوی برابرونکي شرکت په توګه، د نړۍ له ۴۵ عمده مخابراتي شرکتونو سره همکاريزې اړيکې ټينګې کړې او په ۱۷۰ هېوادونو کې يې معاملې شته. ويل کېږي چې هوا وې شرکت په نړۍ کې د يو پر درېيمې برخې کسانو مخابراتي اړتيا پوره کوي. که د دې شرکت انټرنيټ خوندي نه وای، نو د نړۍ له لويو مخابراتي شرکتونو سره به يې د همکارۍ شتون نه درلود. د هوا وې شرکت دا خبر ورکړ چې د استراليا مخابراتي شرکتونو د پنځلسو کلونو لپاره د هوا وې شرکت تجهيزات کارولي او په دې بهير کې د استراليا دولتي امنيت ته د ګواښ رسولو په هکله هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې، په عين وخت کې هوا وې شرکت د خپل شرکت د ادارې او د چارو د خونديتوب په برخو کې د استراليا حکومت هېڅ شک نه دی تر لاسه کړی.

دوهم، د تکنالوژۍ په برخه کې، د هوا وې شرکت په استراليا کې د ۴G د انټرنيټي تکنالوژۍ د تر ټولو لوی برابرونکي په توګه، نه يوازې د ځايي مخابراتي بازار سيالي هڅولې، بلکې د برادبنډ او مخابراتو په برخو کې د ځايي مشتريانو لګښت يې کم کړی دی. د مالوماتي تکنالوژۍ په پرمختګ سره، ۵G انټرنيټ په مخابراتي بازار کې د سيالۍ راتلونکی ټکی دی. اوس د ۵G په اړه د هوا وې شرکت د امتيازي تکنالوژۍ شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. د بريتانيا، نويزيلنډ او کاناډا په شمول زياتره لوېديځو هېوادونو د هوا وې شرکت تکنالوژۍ منلې دي. ۵G انټرنيټ د ۴G ويب په نسبت د امنيت په برخه کې لا نور پياوړی دی، استراليا هوا وې شرکت ته د ۴G انټرنيټ د جوړولو اجازه ورکړه، ولې اوس ۵G انټرنيټ نه شي کولای؟

درېيم، د مخابراتي چارو د نړيوال کېدو له لحاظه، اوس د هوا وې، نوکيا او ايپل په شمول لوی شرکتونه په نړۍ کې ورته برابرونکي او توليدي سيستمونه لري او پکې چيني شرکتونه هم برخه لري. که څه هم استراليا هوا وې شرکت ردوي او نور شرکت غوره کوي، خو د نورو شرکتونو لخوا ډېر کارول شوي تجهيزات هم په چين کې توليدېږي.

د انټرنيټ امنيت د استراليا يوه پلمه ده چې له سوداګريزو نظامونو سره سمون نه خوري او د منلو وړ نه ده، نو پر شا سياسي عوامل شته. امريکا څو ورځې مخکې يو حکم وکړ چې له مخې يې د امريکا ټول حکومتي ارګانونه د چين د هوا وې او جونګ شينګ شرکتونو د توليداتو له کارونو څخه منع شوي، د نورو هېوادونو شرکتونو چې د امريکا له حکومت سره اړيکې لري، هم دغه د منع حکم تر لاسه کړ. له دې امله استراليا چې د امنيتي چارو په برخه کې تل پر امريکا پسې ده، له چين سره يې له همکاريز تړون څخه سرغړونه کړې او د امنيت په پلمه يې د هوا وې شرکت فعاليت منع کړ. د تازه خبر له مخې، د استراليا د حکومت د دې پرېکړې له امله د دې هېواد مخابراتي شرکت چمتو دی چې اړونده خدمتي بيه لوړه کړي.

د چين او استراليا ترمنځ اړيکې د ګډو ګټو پر نسبت دي. د سوداګرۍ مسئله بايد سياسي نه شي. که استراليا غواړي د مالوماتي تکنالوژۍ له فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره اقتصادي ابادۍ ومومي، نو بايد د هوا وې شرکت په شمول د نوښتي ځواک لرونکو چيني تصديو هر کلی وکړي چې د ده د پرمختګ په بهير کې ګډون وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای