د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين - اسيا او اروپا د شپږمې دورې نندارتون د اګست په ۳۰مه نېټه په اوروموچي کې پرانيستل شو. د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم هو چون هوا د دې نندارتون پرانيستونکې وينا وکړه او د بهرنيو هېوادونو له هغو چارواکو سره يې ليدنه وکړه، کوم چې په ياد نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي.
د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د شينجياګ ګوندي کميټې منشي چن چوان ګوو په يادو پرانيستونکو مراسمو او ليدنه کې ګډون کړی و.
هو چون هوا وويل، کله چې په ۲۰۱۳ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ وړانديز وړاندې کړ، له هغه وخت راهيسې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د چين او د دې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا ژورې شوې دي او زيات برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د چين حکومت له شينجيانګ څخه ملاتړ کوي چې فرصتونه ونيسي، د ورخلاصون سرعت زيات کړي او د چين د ورخلاصون په بهير کې لا مهم رول ولوبوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |