CRI Online

شي جین پینګ د تانزانیا او زامبیا ترمنځ د اورګاډي پټلۍ کیسه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-30 20:23:37
شي جین پینګ د تانزانیا او زامبیا ترمنځ د اورګاډي پټلۍ کیسه کوي

د تانزانیا په ختیځ کې د بندري ښار دارالسلام جنوب لویدیځ لور ته په یوه قبرستان کې ۶۹ تنه چینایان تر خاورو لاندی ښخ دي چې اکثرو یې د تانزانیا او زامبیا ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د جوړولو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې د چین د دولت رئیس په توګه له ټاکل کیدو وروسته شي جین پینګ بهر ته په خپل لومړي سفر کې یاد قبرستان ته تللی و او هلته یې وویل:

" 40 کاله دمخه څه دپاسه ۵۰ زرو تنه چینایان په شوق و ذوق سره افریقا ته راغلي او د تانزانیا او زامبیا له وروڼو سره یې هلې ځلې کړې دي. دوی له ډیرو ستونزو سره سره د خولو او وینو په تویولو او ژوند ورکولو سره د دوستۍ او ازادۍ لار جوړه کړې ده. په دې خاوره کې څه دپاسه ۶۰ تنو چې له خپل وطن نه ډېر لیری وو، خپلې سترګې پټې کړې دي. له دوی څخه انترناشینالیزم لیدل کېږي او دوی د چین ، تانزانیا او زامبیا د دوستیو اتلان وو چې نومونه به یې د اورګاډي د یادې پټلۍ په شان همیشه د چینایانو او د تانزانیا او زامبیا د خلکو په زړونو کې پاتې وي. "

د تانزانیا او زامبیا ترمنځ د اورګاډي پټلۍ په بهر کې د چین ترټولو لویه مرستندویه پروژه ده چې اوږدوالی یې 1860.5 کیلومترو ته رسیږي. د یو کمربند او یوې لارې د وړاندیز په رڼا کې چین او افریقا د بنسټیزو تاسیساتو د ابادۍ په برخه کې همکارۍ کړې دي او کوي یې. په ټوله افریقا کې د چین په مرستو د اورګاډو د جوړږ شويو پټلیو اوږدوالی 6200 کیلومترو ته رسیدلی دی. له دې نه ښکاري چې د چین او افریقا ترمنځ دوستي مخ پر ټینګیدو ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای