د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د اګست په ۳۰مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، ايران لا هم د ذروي تړون مراعات کوي او په دوامداره توګه له دغې ايجنسۍ سره همکاري کوي.
د ياد راپور له مخې، اوس د يورانيمو د غني کولو، د درنو اوبو رياکتور او اړوندو څېړنو په شمول اړوندو برخو کې د ايران عملونو له ذروي تړون څخه سرغړونه نه دې کړې، او ايران لا هم له دغې نړيوالې ايجنسۍ سره همکاري کوي.
د ۲۰۱۵ کال په جولاۍ کې ايران له امريکا، بريتانيا، فرانسې، روسيې، چين او المان سره ذروي تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې ايران خپل ذروي پلان محدود کړي او نړيواله ټولنه به پر ايران بنديزونه لغوه کړي. بيا وروسته د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ څو ځلې د راپورونو په خپرولو سره دا تصديق کړې چې ايران د ذروي تړون مراعات کړی. د تېرې مې مياشتې په اتمه نېټه امريکا له دغه ذروي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ او پر ايران يې بنديزونه بيا لګولي. ايران وويل هغه به ذروي تړون ته ژمنه پاتې شي او له اړوندو نورو خواوو سره به سلامشورې وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |