د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدراعظم هان جنګ د اګست په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې د جاپان له مرستيال صدراعظم او د ماليې وزير اسو تارو سره وکتل چې د چين او جاپان د ماليې وزيرانو په ۷م ديالوګ کې ګډون کوي. دواړو خواوو د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو او د همکارۍ په اړه د نظريو تبادلې وکړې.
هان جنګ وويل، چين تل له جاپان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. د دواړو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې، د چين او جاپان ترمنځ اړيکې پر عادي پرمختګ متمرکزې شوې. د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ ښه راتلونکې لري. هيله لرم چې دواړه خواوې د ماليې وزيرانو د بحثونو له لارې د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې کړي او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. چين په خپل هېواد کې د پانګونې په اړه د جاپاني تصديو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو هر کلی کوي.
اسو تارو وويل، جاپان غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې نظريې پلې کړي او د دواړو خواوو د اقتصاد او سوداګرۍ پرمختګ وهڅوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |