CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: چين به له ډېرو هېوادونو سره څو اړخيز تجارتي سيسټم وساتي

cri     (GMT+08:00) 2018-08-31 11:14:30

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اګست په ۳۰مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک په اړه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل چې امريکا په خپله خوښه داسې سوداګريزه جګړه پيل کړې چې چين يې نه غواړي.چين تل دا نظر لري چې يوازې د مساواتو او اعتماد پر بنسټ خبرې اترې او سلامشورې به د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک د حلولو سم انتخاب وي.هيله ده چې دواړه خواوې به د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ساتلو لپاره په يو لوري ګامونه پورته کړي.

په ياده مطبوعاتي غونډه کې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مسئلې لاهم د خبريالانو د پاملرنې وړ دي.په تېره اوونۍ کې د امريکا د سوداګريزو چارو استازندويه دفتر له خوا د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د مالياتو لګولو په اړه د نظر اورېدو خلاصه ناسته د ټولنيز انديښنې سبب ګرځدلې ده.د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ وويل چې د امريکا ياد يو اړخيز تدبير د خلکو له ارادې سره مخالف دی.

د امريکا د سوداګريزو چارو استازندويه دفتر د نظرونو اورېدلو پرانيستې غونډه کې په پام کې د امريکا او چين څه د پاسه ۳۰۰ استازو ويناوې وکړې او په کې د ۹۰ سلنې ډېرو استازو پر چيني توليداتو د مالياتو له لګولو سره مخالفت کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای