د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ايران څو ورځې مخکې نړيوالې محکمې ته پر امريکا دعوا کړې چې دغه هېواد پر ايران په بنديزونو لګولو سره د دواړو هېوادونو له اړوند تړون څخه سرغړونه کړې، د هيګ په نړيواله محکمه کې د دې قضيې په اړه د شاهدۍ اورېدو لومړۍ غونډه د اګست په ۳۰مه نېټه پای ته ورسېدله. نړيوالې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دې قضيې په اړه حکم به په مناسب وخت کې خپور شي.
د شاهدۍ اورېدو ياده لومړۍ غونډه د اګست په ۲۷مه نېټه پيل شوه او په دې ترڅ کې د ايران استازي وويل، پر ايران د امريکا بنديزونه عادلانه نه دي او د ايران اقتصاد يې ويجاړ کړی او له امله يې د ايران څو مليونه خلک په بېوزلۍ کې پاتې شوي. ايران له نړيوالې محکمې څخه غوښتنه وکړه چې د لنډمهاله تدبيرونو په غوره کولو سره دې پر امريکا فشار راوړي چې سمدلاسه پر ايران باندې بنديزونه ختم کړي، د بنديزونو له راتلونکو ګامونو څخه لاس واخلي او له ايرانيانو سره د نورو هېوادونو د تصديو او شخصيتونو د اقتصادي تماسونو د مخنيوي په اړه ټولې اعلاميې او عملونه ختم کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |