د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي ستافن دوميستورا د اګست په ۳۰مه نېټه په ژنيو کې د سوريې د شخړې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې په ادلب ايالت کې د نظامي عملياتو د سختېدو د مخنيوي لپاره تدبيرونه ونيسي او په عين وخت کې په دغه سيمه کې د کلابند شويو خلکو لپاره دې د وتلو لاره برابره کړي.
دوميستورا په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، سره له دې چې اوس دا نه ده تصديق شوې چې نوې جګړه به رامنځته شي، خو په وروستيو ورځو کې د اړوندو خواوو له ګواښښونو څخه څرګندېږي چې د ادلب وضعيت د انديښنې وړ دی. نوموړي زياته کړه چې اوس په ادلب سيمه کې د م م لخوا د منل شويو ترهګرو او د دوی د کورنيو عمومي شمېر کابو لس زره دی، خو کلابند شوي ملکي وګړي ۲۹ لکه تنو ته رسېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |